په کندز ولایت کې یو شمېر عریضه ليکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۷
.

 د کندز ولایت عدلیې ریاست، په یاد ولایت کې یو شمېر عریضه ليکوونکو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۷ مه نېټه جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام عمومي مدیریت مسؤولینو په‌کې ګډونوالو ته د عریضه ليکنې د اصولو، د عریضه لېکنې اړوند تقنيني سندونو او د چارو  ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز په دې برنامه کې عریضه ليکوونکو هم خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو د لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS