په کندز ولایت کې کابو ۱۳۶۲ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۲۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خان آباد ولسوالۍ ته په سفر او په دې ولسوالۍ کې د ۳۵ کادستري ټوټې په بررسۍ سره، ۱۳۶۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

یاده شوې ځمکه د خان آباد ولسوالۍ په امیرآباد ساحه کې موقعیت لري او هیئت پرې ۳۵ کادستري ټوټه تطبیق کړه. یاده شوې ځمکه په کادستري نقشه کې د امارتي ځمکې په عنوان سروې شوې چې ټاکل شوې ده له څېړنو وروسته یې په اړه پریکړه وشي.

له بلې خوا هم یاد هیئت په یوې ناسته کې چې په همدې ورځ یې جوړه کړه، په قلعه ذال او علي آباد ولسوالیو کې د ۱۰۲ جریبه ځمکې موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیوله او پر ساحو باندې د سندونو د تطبیق لپاره يې ټیمونه توظیف کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS