په کندز ولایت کې له ۱۶ موټرپلورنځيو څخه نظارت ترسره شو
               د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادیالأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز،  کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو موټرپلورنځيو د فعاليت جوازونه، رسمي سيټې، لوحې او یو شمېر نور سندونه بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو موټرپلورنځيو په فعاليتونو کې یو لړ ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او یادو ستونزو د لرې کولو او د کارې چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولايتو کې له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وکړي.
