په کندز ولایت کې د ۸ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۲
.

 

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د ياد ولایت په عسقلان ساحه کې د اته زره (۸۰۰۰) جریبه ځمکې موضوع په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه. هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې، د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدرانګه، تخنيکي هيئت په یاده ناسته کې د کندز ولایت په مردان شاه اليچن ساحه کې د اوه دېرش (۳۷) جریبه ځمکې دوسیه بررسي او تر بحث لاندې ونيوله او پرېکړه یې وکړه چې یاده دوسیه دې د یوه مؤظف پلاوي له لوري بشپړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS