په کندز ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو نظارت او بررسي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۴۳
.

د کندز ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي یوه دارالوکاله د مدافع وکیلانو له کړنلارې څخه د پرله‌ پسې سرغړونو له امله وتړله او د نورو دارالوکالو متصدیانو ته يې د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې لازمې توصیې وکړې.

 یاد هیئت له هغوی څخه وغوښتل تر څو خپل فعاليتونه د مدافع وکیلانو د کړنلارې مطابق ترسره کړي.

د کندز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS