په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۵۷
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمې او اتمې ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او رسمي سټې بررسي شوې چې په ترڅ کې یې ۳ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
نظارتي کمېټې د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي، له مخکې پیسو اخیستلو څخه هم ځان وساتي او همدارنګه ټینګار یې وکړ چې له بیوزله خلکو سره مرستې او همکارۍ ترسره شي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو،  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS