په کندز ولایت کې د غير قانوني فعاليت له امله د ۲ موټر پلورنځيو تړل کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۲:۱۱
.

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کندز په ښار کې له ۱۰ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې، ۲ موټر پلورنځي د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته نيمګړتياوې لرې کړي.

د کندز ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه په ياد ولایت له اړوندو برخو څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS