په کاپیسا ولایت کې له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه ازموینه اخیستل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۲۹
.

د کاپیسا ولایت، عدلیې ریاست د شعبان د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې جواز له یو شمېر متقاضیانو څخه ازموینه واخیسته.

په دې ازموینه کې د کاپيسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد، د ازموینې کمېټې غړو او د محکمې او د ولایت د مقام استازو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې رئیس  ګډونوالو ته د پروسې له شفافیت څخه ډاډ ورکړ او ګډونوالو ته يې د عریضه لیکنې د جواز لرونکو مسؤولیتونو او مکلفیتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې له اصولو او قواعدو څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS