په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۲ دفترونه بررسي شول

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۵
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه د ربیع‌الآخر د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۲ دفترونه او ۳ استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.
په دې بررسۍ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه ډېره شوې وي. 
همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې د کور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه یادو ټیمونو هغوی ته توصیه وکړه چې د معاملاتو په ترسره کولو کې د سپينو پاڼو له کارولو څخه ځان وساتي او پر ځای یې د معاملاتو لارښوونې له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي.
یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکو سره هم خبرې کړي او په بې‌سارې توګه د کورونو د کرایې لوړیدو څخه یې د هغوی شکایتونه اوریدلي او د رسیدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS