په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي په نوم څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري ښارګوټی» په نوم د څه باندې ۲۵.۶۵۳ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده ځمکې امارتي ده.
دا ځمکه د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل په ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت شوې ده.
دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.
د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.