په کابل ولایت کې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د څه باندې ۶۶ زره جریبه امارتي ځمکو استرداد

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۳۰
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د یاد کمېسیون تخنیکي هیئت په کابل کې د فعالیت له پیل څخه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني د میاشتې تر پای پورې، کابو شپږ شپېته زره یو سلو پنځه دېرش (۶۶۱۳۵) جریبه امارتي ځمکه د کابل په کچه استرداد کړې ده.

یادې شوې ځمکې د اتمې ناحیه اړوند په مرنجان تپه، د اوولسمې ناحیې اړوند په ده کیپک تپه، د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران په ساحه، د یووېشتمې ناحیې اړوند پلچرخي، پغمان ولسوالۍ او د کابل په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري چې د مرکزي کمېسیون، تخنیکي هیئت د تصمیم او یا د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، استرداد شوي دي.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.