په څوارلسو ولایتونو کې څه باندې ۱۸۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۳:۳۹
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په ديارلسو نورو ولایتونو کې ۱۸۷۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړې کړې.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۲۴، ۲۵ او ۲۶ مه نېټه د سه‌شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مرکز  په ګډون په غور، بلخ، بادغیس، پکتیکا، سمنګان، خوست، جوزجان، هرات، کندهار، بغلان، کندز، پروان او غزني ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS