په پکتیکا ولایت کې څه باندې ۱۵ زره جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۱۱
.

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پکتیکا ولایت په یوسف‌خیلو ولسوالۍ کې د ۱۵ زره او ۲۷ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.

دا ځمکه د یوسف خیلو ولسوالۍ د میست کلي په اوو کیلو مترۍ کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۱۵ زره او ۲۷ جریبه کېږي، بلندآبه او امارتي ملکیت دی.

د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.