په پکتيکا ولایت کې ۸ موټر پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۲۶
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې له ۱۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځيو رسمي سټې، د ثبت کتابونه، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې، ۸ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې موجودې نيمګړتياوې لرې کړي.

د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په ياد ولایت کې له اړوندو برخو څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۳
Background image

په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په کندوز ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت په. . .

BACK TO NEWS