په پکتيکا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۳۱
.

د پکتيکا ولایت عدلیې رياست، د ذوالحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه جوړه کړه.

د ازموينې په یاده برنامه کې د پکتيکا ولایت عدلیې رئیس ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې له شفاف‌والي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د فعالیت جواز به وړ کسانو ته ورکړل شي.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولینو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز غوښتونکو ۲۰ تنو په کې برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په هېواد کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS