په پکتيا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۴
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
Background image

د معاملاتو په آنلاین سېسټم کې څه ‌باندې ۳۲۰۰ د معاملاتو لارښوونې ثبت شوې دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې آنلاین سېسټم په معاملاتو کې د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کولو په موخه جوړ او فعاله کړی چې تر دې‌ دمه  په کابل ښار کې له ۳۲۰۰ څخه زیات د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

BACK TO NEWS