په پکتيا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۷ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۱۱
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز ګرديز ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS