په پروان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه ګډه کمېټه جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۱۰
.

 په پروان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره د ګډې کمیټې رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۲۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او د یو شمېر امارتي ادارو د استازو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د همدې موخې لپاره د پروان ولایت د مقام، ښاروالۍ، استخباراتو، د حکمونو او فرمانونو د تعقيب او نظارت، د کور او ښار جوړولو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو د استازو په ګډون ګډه کمېټه جوړه شوه.
 په دې ناسته کې د کورونو د کرایو د زياتوالي او د هغو د کنټرول د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو او ټينګار وشو چې په دې برخه کې باید جدي نظارت ترسره شي.
د پروان ولایت، عدلیې رئيس په دې ناسته کې  ټينګار وکړ چې یاده کمېټه مکلفه ده  چې د پروان ولایت په کچه دا اجازه ورنه کړي چې د کورنو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې لوړه شي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS