په هغې غونډه کې چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په کاردان پوهنتون کې جوړه شوې وه د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د رئیس ګډون

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۲:۳۳

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي محمد شریف جهادیار، په په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په کاردان پوهنتون کې جوړه شوې وه.

هغه په دې غونډه کې په ټولنه کې د قانون واکمنۍ په باره کې خبرې وکړې او د عدلیې وزارت پیغام یې ددې پوهنتون محصلانو ته ورساوه.

هغه دغه راز د اسلامي شریعت پربنسټ د صورت او سیرت د سمبالولو په باره کې خبرې وکړې او ددغه پوهنتون له محصلانو څخه یې وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت له مخې عیار کړي.

د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس د پوهنتونو او اړوندو ادارو ترمنځ په همغږۍ باندې ټینګار وکړ او ددغه پوهنتون له مسوولانو څخه یې وغوښتل چې له محصلانو سره دې له نرمښت څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS