په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دې نظارت په ترڅ کې د نظارتي پلاوي له لورې د یادو دفترونو متصديانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د مالیاتو د تصفیې په موخه لازمې توصیې وشوې.
د نیمروز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ټولو فعالو دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.