په ننګرهار کې د موټر پلورنځیو ۳۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۴۸
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د یاد ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د موټرپلورنځیو دفترونو ۳۰ تنو متصدیانو او مسؤولینو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع ‌الثاني د میاشتې په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د یادې دندې د اصولو، د موټرپلورنځیو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې تشریح کړل.

د ننګرهار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړين معلومات شریک کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د موټر پلورنځیو مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې او موټرپلورنځیو د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS