په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۴
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۹
Background image

د بادغیس عدلیې رئیس د دره بوم ولسوالۍ له مسؤولینو سره وکتل

 د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالرزاق مرزوقي او ورسره مل پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت دره‌بوم ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د حقوقي مرستو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS