په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو۲۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۴۸
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د یاد ولایت د مرکز په جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع ‌الثاني د میاشتې په ۹ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې تشریح کړل.

د ننګرهار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړين معلومات شریک کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS