په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونو دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع‌الاول د میاشتې په ۴ نېټه د شنبې په ورځ کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې هغوی لپاره تشریح کړ.

د ننګرهار د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړل او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت د ۳ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الثاني د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د درېو (۳) تشو بستونو رقابتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

په کندز ولایت کې د ۸ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د کندز  ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۴۸
Background image

په بادغیس ولایت کې د کابو ۵۸ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بادغیس  ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت  ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS