په ننګرهار کې د «سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» په نامه کابو ۵۶۴۰ جريبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه

د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په سرخ رود ولسوالۍ کې د «سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» په نامه، د کابو ۵۶۴۰ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو او له دولت څخه د یادې ځمکې د پیرودلو د نهثابتیدو وروسته پرېکړه وکړه، د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه چې ۵۶۴۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت ده.
همداراز اختصاصي محکمې پرېکړه کړه چې د ځمکې متصرفین چې عمدتاً پېرودونکي دي او ځمکه یې له اشخاصو څخه اخیستې، کولای شي د ځمکې د بیې اخیستو او د خپل زیان جبران لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړه کوي.