په ننګرهار پوهنتون کې د دفاع وکالت په اړه یوه ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۴

د ننګرهار ولایت عدليې رياست د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ۴۵ تنو محصلينو ته د دفاع وکالت په هکله یو ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړه کړه.

دغه برنامه د شعبان د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د پنج شنبې په ورځ د ننګرهار پوهنتون په غوښتنه د یاد ولایت د عدليې رياست له خوا ترسره شوه.

په ياده برنامه کې د عدليه رياست د چارواکو له لوري محصلينو ته د دفاع وکالت، په افغانستان کې د دفاع وکالت د مخينې، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دفاع وکالت د اهميت او یو شمېر نورو موضوعاتو په هلکه هر اړخيز معلومات ورکړل شوو.

دغه راز د یادې برنامې په ترڅ کې د عدليې رياست چارواکو د محصلينو پوښتنو ته هم په تفصيلي ډول ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS