په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۱۹
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه او څلورمه ناحیه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دغه نظارت کې د یادو دفترونو قانوني جوازونه، اساسنامې، د اداري فعالیتونو راپورونه، د مرستو د وېش څرنګوالی او نور موارد بررسي شول او په ترڅ کې یې د هغو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي، د خيريه بنسټونو متصديانو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د یادونې ده چې د عدلیې رياست په یاد ولایت په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS