په ننګرهار ولایت کې د ۱۴ دارالوکالو نظارت او بررسي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS