په ننګرهار ولایت کې د ۱۰ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۱۹
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

موظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه او درېيمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS