په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۹
.

  د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌آباد ښار کې په بېلابېلو ساحو کې د موټر پلورنځيو اتحادیې، د چرګانو د عمده پلورنکو اتحادیې او د نانوایانو اتحادیې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو د فعاليت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په پایله کې یې د هغوی په کاري چارو کې ځینې نیمګړتیاوې مشخصې شوې.

نظارتي پلاوي د نیمګړتیاوو د لرې کولو او د چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د یادو اتحادیو مسؤولينو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی

  د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS