په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۶۱ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د خوګياڼۍ ولسوالۍ اړوند په پنګوچم ساحه کې د څه باندې یو شپېته (۶۱) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د ننګرهار ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.