په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۱۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د جلالاباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې یو دفتر د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شو.
همدارنګه، نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
