په ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني فعالیت په دلیل ۱۵ موټر پلورنځي وتړل شول

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۴۳
.

موظف هیئت چې په ترکیب کې یې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د انسجام امر او د ولایت د مقام، مستوفیت، ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ او د ننګرهار ولایت د امارت د قضایاو د امریت استازي په کې شامل دي، د ربیع الثاني میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د نهمې ناحیې د قول اردو سیمې د موټر پلورنځي نظارت او بررسي کړل.

.

په دغې لیدنه کې د یادې سیمې له ۳۷ موټر پلورنځیو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه. چې پایله کې یې ۱۵ موټرپلورنځي د غیرقانوني فعالیت له امله مهرلاک او وتړل شول.

دغه راز د ځینو ستونزو د وجود په دلیل ۲۲ نورو موټر پلورنځیو ته لازمې اصلاحي توصیې وشوې او له هغوی څخه وغوښتل شو ترڅو خپل فعالیتونه له اصولو او مقرراتو سره سم اجرا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS