په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د میاشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند شپږمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS