په مرکز کې د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره د زده کړه ییز سیمینار پای

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۶:۲۸
.

د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري جوړ شوی وو، د شوال د میاشتې په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید.
د یاد سیمینار د پای په مراسمو کې د عدلیې وزارت سرپرست او د کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست او د کمېسیون غړی مولوي حمدالله نعماني، د مرکز زون او شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې رئیسانو، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس (د کمېسیون سکرتر) او نورو مسؤولینو حضور درلود.
په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت سرپرست په خپله وینا کې، یاد سیمینار خورا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې ګډونوال باید له هغو مواردو څخه چې زده کړي یې دي، د خپلو ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
نوموړي د تخنیکي هیئتونو غړو ادارو او په ولایتونو کې د محلې ادارو ترمنځ  پر مشورې، همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولو موخه یوه ده چې ولس ته خدمت او د نظام پیاوړتیا ده. نوموړي روښانه کړه چې د تخنیکي هیئتونو او د نظام د هر مأمور او مسؤول اجراآت باید د قانون او اصولو مطابق وي. 
په دغو مراسمو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس د تخنیکي هیئتونو کاري ستونزې هم واورېدې او هغوی ته یې د ځمکو د غصب دوسیو ته د رسیدګۍ او ستونزو لري کولو د څرنګوالي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
له بلې خوا د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوی حمدالله نعماني د یاد زده کړه ییز سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د بریالتوب هیله وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ورسپارل شوې چارې له اصولو سره سم ترسره کړي.
په دغو مراسمو کې د شمال زون او مرکزی زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو رئیسانو هم وینا وکړه او د ولایتونو د غصب شویو ځمکو تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو له خوا د عدالت او انصاف په پام کې نیولو یې ټینګار وکړ.
د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره زده کړه ییز سیمینار د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له خوا په کابل کې د ملکي خدمتونو په انستیتوت کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شوی وو او د ۳۴ ولایتونو تخنیکي هیئتونو شاوخوا ۲۰۰ تنو رئیسانو او غړو په کې ګډون درلود. په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي اړوند قوانین او نور تقنیني سندونه تشریح شول او د هغوی کاري ستونزې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS