په لوګر ولایت کې د څه باندې ۱۴۰۶ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د لوګر ولایت په مرکز کې د پاچا صاحب کاریز اړوند د څه باندې یو زرو څلور سوه شپږ (۱۴۰۶) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د لوګر ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.