په لغمان ولایت کې ۸۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۴:۴۹
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د دوسیو د بررسۍ په پایله کې ۸۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

په دغې ناسته کې، د یاد ولایت د څو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې د استوګنې د نمرو د ۲ جریبه  او ۵ بسوې ځمکې دوسیه او په همدې توګه د یاد ولایت د قرغه اي ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې د ۲۰ جریبه کرنیزې ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او له یادو ساحو څخه لیدنه ترسره او یادې شوې ځمکې تثبیت او تشخیص شوې.

دغه هیئت د یاد ولایت په قرغه اي ولسوالۍ کې پر ۱۵۲ کادستري ټوټې د کادستر نقشه تطبیق کړه او په هغې کې ۵۸.۳۱۱ جریبه ځمکه او دغه راز د یاد ولایت په مرکز کې د دوو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې ۳.۵ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS