په لسو ولایتونو کې کابو ۲۴۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۱۲
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په نهه نورو ولایتونو کې ۲۳۸۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۴ او ۵ مه نېټه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون بلخ، بادغیس، هرات، پکتيکا، پکتیا، سرپل، پروان٬ غزني او کاپیسا ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS