په غور ولایت کې د کابو ۹ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۲:۱۹
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په خاک ملا کلي کې د اته زره نهه سوه څلوېښت (۸۹۴۰) جریبه ځمکې دوسيه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او د يادې ځمکې د متصرفينو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
هيئت یاده ځمکه استرداد کړه او پرېکړه يې وکړه چې مشخصات یې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د غور ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS