په غور ولایت کې د څه باندې ۷۷ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۲۵
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د شوال د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس  او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د غور ولایت د دولتيار ولسوالۍ اړوند په تيمني بازار کې د مرکزي کمېسيون د پرېکړې په اساس د څه باندې اووه اویا (۷۷) جریبه ځمکه په اړه چې له دې وړاندې امارتي تشخیص شوې وه پرېکړه وکړه چې یو هیئت دې د يادې ځمکې د استرداد په موخه دغې ساحې ته سفر وکړي.
 همدارنګه په دې ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو سيمو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS