په غزني کې «د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي» په نوم کابو ۱۷۳۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د غزني په مرکز کې د ۹۱۵ جریبه غصب شوې ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، د یادې ځمکې د امارتيتوب پرېکړه وکړه.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د غزني ښار په پنځمه ناحیه کې «د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي» په نوم د ۱۷۳۰ جریبه امارتي ځمکې موضوع چې ۹۱۵ جریبه یې د افرادو او اشخاصو تر تصرف لاندې وه، بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادو شویو ځمکو دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته د یادې ځمکې د امارتيتوب پرېکړه وکړه.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.