په غزني ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د پکتيا زون د مدافع وکيلانو آمریت نظارتي پلاوي، د جماديالآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې له ۱۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، لوحې، مُهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې اړوندو مدافع وکيلانو ته لازمې توصیې وکړې.
