په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۵
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د روژې د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو او ۱ استوګنيز بلاک څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې یو دفتر د یو شمېر غير قانوني فعالیتونو له امله وتړل شو.

همدرانګه یادې کمېټې د نورو دفترونو متصديانو او د بلاک استازي ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همداراز د هغو کورنو په کرایه ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه لس سلنه ډېره شوې وي ډډه وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
Background image

د معاملاتو په آنلاین سېسټم کې څه ‌باندې ۳۲۰۰ د معاملاتو لارښوونې ثبت شوې دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې آنلاین سېسټم په معاملاتو کې د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کولو په موخه جوړ او فعاله کړی چې تر دې‌ دمه  په کابل ښار کې له ۳۲۰۰ څخه زیات د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

BACK TO NEWS