په غزني ولايت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۲۰ دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۲۹
.

د غزني ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنې په ورځ، په ياد ولايت كې، د معاملاتو لارښوونې له ۲۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې ۲۰ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له کبله وتړل شول او د پاتې نورو، د معاملاتو لارښوونو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوې د اصلاح او د کاري چارو ښه‌والي په موخه لازمې توصیې وشوې.

د غزني ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS