په عدلیې وزارت کې د قوانینو د څېړنې په منظور ناسته جوړه شوه

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۱:۴۲

د ۱۴۰۰ کال د کب په ۵ مه د پنجشنبې په ورځ، د اسلامي شریعت پربنسټ د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو قانون، د معاملو د لارښوونې قانون او د امارت د قضایاوو قانون د څېړنې په منظور، په عدلیې وزارت کې ناسته جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي، هغو جیدو علمای کرامو چې د قوانینو د طرحې د پروژې په چوکاټ کې موْظف شوي او د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

 Description: C:\Users\Hakeem\Desktop\104A7979.JPG

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې موږ حکومت د شریعت د ټینګښت په خاطر غواړو او شریعت د حکومت په خاطر نه غواړو. نوموړي همداراز وویل موږ قوانین په داسې ډول جوړه وو چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي.

د عدلیې وزارت سرپرست څرګنده کړه چې عالیقدر امیر الموْمنین د یوه هدایت په ترڅ کې ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې خپل اړوند قوانین د اسلامي شریعت پربنسټ وڅېړي او هغه حکمونه چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې په ګوته کړي، نوټ دې کړي او وروسته دې د پړاوونو د تېرولو په منظور د عدلیې وزارت ته وړاندې کړي.

Description: C:\Users\Hakeem\Desktop\104A7983.JPG

ددې قوانینو دڅېړنې دپاره دعلماؤ، شیوخو اوقانون پوهانو یو بورډ جوړ شوي چې هغوی روزانه د قوانینو څېړنې کوي.

نوموړي د قوانینو د طرحې په پروژه کې موْظفو علماء کرامو ته سپارښتنه وکړه چې د قوانینو په څېړنه کې ځیرکتیا او چټکتیا په پام کې ونیسي څو په ډېر لنډ وخت کې قوانین و څېړل شي او د راتلونکو پړاوونو د تېرولو په غرض واکمنو مراجعو ته وړاندې شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS