په عدلیې وزارت کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د تشکیل په منظور د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۶:۵
.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست (پخوانۍ لوی څارنوالۍ) د تشکیل د بررسۍ په تړاو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم د تحقق او تعمیل په منظور، د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ناسته جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د ریاست الوزرا د ریاست د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع خادم، د چارو د ادارې د لوی ریاست د دفتر رئیس مولوي عبدالولي صدیقي، د سترې محکمې استازي مفتي حزب الله ابراهیمي، د عدليې وزارت د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده او د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست (پخوانۍ لوی څارنوالۍ) د تشکیل په اړه بحث وشو او دغې برخه کې د پخواني تشکیل او د یاد ریاست د نویو اړتیاو په پام کې نیولو سره لازم تصمیمونه ونیول شول.

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس، د عدليې وزیر په ریاست او د چارو د ادارې، سترې محکمې او د اداري چارو د کمېسیون د استازو په غړیتوب یو کمېټه جوړه شوه ترڅو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست (پخوانۍ لوی څارنوالۍ) په تشکیل کار وکړي او د دغه ریاست د مخکني تشکیل، اوسنیو اړتیاو او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د قانون په پام کې نیولو سره د دغه ریاست نوی تشکیل جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS