په شپاړسو ولایتونو کې څه باندې ۱۸۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۷
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په پنځلسو نورو ولایتونو کې ۱۸۷۹  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړې. 
دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱، ۲۲ او ۲۳ مه نېټه د شنبې، یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د مرکز  په ګډون په کنړ، غور، بلخ، باد غيس، میدان وردګ، پکتیا، ننګرهار، هلمند، سمنګان، خوست، بامیان، جوزجان، کندهار، تخار او لوګر ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو. 
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفت. . .

BACK TO NEWS