په سمنګان ولایت کې څه دپاسه ۷۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او استرداد شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۵:۲۵
.

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ د حضرت سلطان ولسوالۍ د ګاګرې په ساحې کې د یاد ولایت دوو تنو تر ادعا لاندې د ۳۹.۳۵ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیوله او په پایله کې له هغې څخه ۹.۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه.

په همدې توګه دغه هیئت د یاد ولایت د ایبک ښار د مرکز په تخته آقمزار ساحې کې د ۲۱۷.۷۳ جریبه ځمکې دوسیه بررسۍ لاندې ونیوله او په پایله کې د هغې ۶۵.۰۹ جریبه امارتي تثبیته کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS