په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۸۳ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۲۱:۴۶
.

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند په آقچوقي ساحه کې د څه باندې اته اويا (۷۸) جریبه ځمکې او د دوآب ولسوالۍ اړوند په پودینه‌ګک کلي کې د څه باندې پنځه (۵) جریبه ځمکې دوسیې تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د سمنګان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS