په سرپل ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص
د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال د میاشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د دغه سفر په تر څ کې تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ، اسپندسای ساحه کې د مهاجرينو د کمپ ۳۱۶.۶ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه او دوسیه به یې د لازمي پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستوي.